Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 د بلخ حوزوي روغتون کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه پرانیستل شوه

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر بلخ ولایت کې د حوزوي روغتونو له ټولو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ په یاد روغتون کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه پرانیستله.

د عامې روغتیا د سلواغې په ۱۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو مراسمو کې د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا، د عامې روغتیا رئیس رحمت الله منصور او یو شمېر نورو کسانو برخه اخیستې وه.

ډاکټر قلندر عباد د ټولو ډاکټرانو څخه مننه وکړه، چې په هر حالت کې یې د خپل ځورېدلي ملت خدمت کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په ټول هېواد کې ۱۱ زره فعال بسترونه موجود دي، په داسې حال کې چې د افغانستان نفوس ته په کتو سره په ابتدايي شکل باید ۴۵ زره بسترونه شتون ولري.

هغه ټولو ډاکټرانو ته ډاډ ورکړ، چې د تخصصي ډاکټرانو معاشات به ډېر ژر لوړ کړي او زیاته یې کړه، د موجوده امکاناتو په ذریعه د اسلامي امارت په راتګ سره ټول خپل کوښښونه کړي دي.

ده وویل د روغتیا برخې د معیاري کولو، د ښو خدماتو، مسلکي او تخصصي ډاکټرانو په جلبولو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به د ټولو مشورو او نظرونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

ورته مهال د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا وویل، چې دا هېواد په تېرو دوو کلونو کې خپلواک شوی، بودیجه، ولس، پروژې، د بنیادي کارونو او پرمختګونو پروژې د خپل هېواد دي او ټولې هغه نقشې پلان کېږي، چې د راتلونکي لپاره د پرمختګ سبب وګرځي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.