[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): سریلانکا د افغانستان پر وړاندې د یوازینۍ ټسټ لوبې په دویمه ورځ ۴۱۰ منډې جوړې کړې او له افغانستان څخه مخکې وه.
دا لوبه چې د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ښار کې پرون ( دسلواغې په ۱۳مه پیل شوې) د سریلانکا لوبډلې نن په ۷۲ خپلې منډې یوځل بیا پیل کړې.
تر غرمې پورې افغان توپ اچوونکو نسبتاً ښه لوبه وکړه او د سریلانکا درې لوبغاړي یې وسوځول، د غرمې تر وقفې پورې سریلانکا ۱۷۷ منډې کړې وې او درې لوبغاړي یې سوځیدلي وو.
خو له غرمې وقفې وروسته بیا تر ورځې نږدې پایه پورې سریلانکایي لوبغاړو متیوز او چندیمال د شاوخوا ۲۰۰ منډو ملګرتیا وکړه او له افغانستانه مخکې یې خپلې منډې ډېرې کړې، دواړو لوبغاړو سلیزې وکړې، متیوز ۱۴۱ او چندیمال ۱۰۷ منډې جوړې کړې. د دویمې ورځې تر پایه پورې د سریلانکا ټولې منډې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو۴۱۰ وې ، دوی تر اوسه له افغانستان ۲۱۲ منډې مخکې دي.
د افغانستان له لوري نوید ځدراڼ او قیس احمد دوه دوه او نجات مسعود یو لوبغاړی وسوځولو.
تر دې مخکې پرون د دې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړۍ افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د ملي لوبډلې د لوبې پیل ډېر ښه نه و او د لوبې په لومړي اوور کې ابراهیم ځدراڼ په صفر وسوځېد، ورپسې نورعلي ځدراڼ او رحمتشاه ښه لوبه وکړه خو نورعلي هم په ۳۱ منډو وسوځېد بیا د لوبډلمشر حشمت او رحمتشاه ترمنځ د پنځوسو منډو ملګرتیا وشوه.
د حشمت له سوځېدو وروسته نورو لوبغاړو هم سمه لوبه ونه کړه خو یوازې رحمتشاه په یوازې ځان منډو ته ادامه ورکړه خو وروسته د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۹۸ منډو وسوځېده.
د افغانستان له لوري رحمتشاه ۹۱، نورعلي ځدراڼ ۳۱ منډې، قیساحمد او اکرام عليخیل ۲۱-۲۱ منډې جوړې کړې. ابراهیم ځدراڼ، ناصر جمال، نوید ځدراڼ او محمدسلیم په صفر وسوځېدل.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP