فیروزکوه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د غور ټولګټو ریاست وایي چې نن سهار د غور- کابل لویه لار او د دغه ولایت د لوېدیځو شپږو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
د یادونې وړ ده، یادې لارې د هېواد په مرکز او د غور په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د سختې واورې اورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې.
د غور د ټولګټو رییس مولوي عبدالکریم ابو شعیب پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ ټيمونو له تېرې شپې راهیسې تر اوسه دغه مسیرونه پاک کړل چې نن سهار د غور – کابل لویه لار چې په بکک کوتل کې بنده شوې وه، پرانیستل شوه او دغه راز د دغه ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو مسیرونه هم د مسافرو تګ راتګ پر مخ خلاص شوي او هيڅ ستونزه نشته.»
نوموړي وویل چې د دغو لارو په بندېدو مسافر له ستونزو سره نه دي مخ شوي او له خلاصېدو سره یې بېرته د خپلو موخو پر لور وخوځېدل.
دغه راز، د غور ټولګټو ریاست مسوولین وایي، د دوی ټیمونه هڅه کوي څو د واورې اورېدو پر مهال لارې د خلکو پر مخ پرانیزي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن