کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له یوه دولتي او څلورو خصوصي بنسټونو سره د یو میلیون او ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
یاد هوکړهلیکونه نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د مالي او اداري مرستیال مفتي فضلالرحمن فاضل، د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بختالرحمان شرافت او د څلورو خصوصي بنسټونو له مسوولینو ترمنځ لاسلیک شول.
د یادې ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضلالرحمن فاضل د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، دغه بنسټونه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره، د ناورې کمېټه، د انافي مؤسسه، د افغانانو لپاره د ښه ژوند مؤسسه او علامه د لوړو زدهکړو مؤسسه دي چې د هوکړهلیکونو ټولیز ارزښت یو میلیون او۶۰۰ زره امریکایي ډالر دی او ټول لګښت د یادو موسسو له خوا ورکول کېږي.
هغه وايي، دغو هوکړهلیکونو کې د اوسپنې پټلۍ انسټېټیوټ جوړول، د حرفوي او مسلکي زدهکړو برابرول، د حرفوي او مسلکي زدهکړو لپاره تجهیزات او د بورسیو برابرول شامل دي.
هغه زیاته کړه، د ناروې له کمېټې سره د شوي هوکړهلیک له مخې به بدخشان، غزني او فاریاب ولایتونو کې ۱۵۶۰ تنو ته د خیاطۍ، د موټرسایکلونو ترمیم، د سولر سیسټم نصب، انګلیسي او کمپیوټر برخو کې د زدهکړو زمینه برابره شي.
ده وویل چې له انافي موسسې سره د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې به کابل، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې ۱۲۵۶ کسانو ته د لنډمهاله تخنیکي او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د افغانانو لپاره د ښه ژوند له موسسې سره د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې به کابل کې ۵۰۰ ځوانانو ته د خیاطۍ، موبایل جوړولو، نلدوانۍ، برېښنا، انګلیسي او کمپیوټر برخو کې د زدهکړو زمینه برابره شي.
د ده په خبره، د علامه لوړو زدهکړو له خصوصي موسسې سره د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې به دغه موسسه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ۱۵۰ فارغانو او کارکوونکو ته په تخفیف سره د بورسیو برابرولو برخه کې همکاري کوي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په کچه ۴۳۷ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو دولتي او خصوصي بنسټونه موجود دي چې په کې څه باندې ۵۶ زره زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP