ترینکوټ (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د اروزګان ځایي مسوولین وایي، دغه ولایت کې فعالو ۳۳ بهرنیو او داخلي موسسو په تېر یوه کال کې د ۳۵ میلیون او ۱۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
د اروزګان چارواکو نن په دغه ولایت کې د داخلي او بهرنیو موسسو له مسولینو سره په یوه ګډه غونډه کې وویل، دغه ولایت کې فعالې مرستندویه ادارې توانېدلي چې د تېر یو کال په موده کې د مرکز ترینکوټ په ګدون په ګڼ شمېر ولسوالیو کې د څه باندې ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلي پروژې پلې کړې دي.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد وویل، یادې پروژې د روغتیا، پوهنې، بیارغونې، کرنې، بشري مرستو او یو شمېر نورو برخو کې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه پلې شوې دي.
هغه د موسسو له استازو غوښتنه وکړه چې راتلونکی کال دې په دغه ولایت کې پوهنې او روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي وویل، لا هم د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې خلک روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته لاسرسی نه لري.
ورته مهال، د یاد ولایت د اقتصاد رییس مولوي مولاداد حسن وویل، دغه ولایت کې د ۳۳ داخلي او بهرنۍ موسسې فعالیت کوي چې چارې یې د ولسونو په خوښه او له سکټوري ریاستونو سره په همغږۍ ترسره کېږي.
هغه دغه راز وویل، یاد شمېر موسسو تېر یوه کال کې د ۳۵ میلیون او ۱۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړي چې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان ورڅخه برخمن شوي دي.
د یادونې ده چې اروزګان کې ځايي چارواکو د ټولو داخلي او بهرنیو موسسو استازو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن