[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): سریلانکا د کرکټ په یوازېنۍ ټسټلوبه کې افغانستان ته د لسو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
دا لوبه چې د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ښار کې د سلواغې په ۱۳مه پیل شوې وه، په څلورمه ورځ د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده.
د لوبې څلورمه ورځ افغانستان د یوه لوبغاړي په سوځېدو په ۱۹۹ منډو خپله لوبه پیل کړه خو د ۹۷ منډو په زیاتېدو سره د افغانستان ټول لوبغاړي په ۲۹۶ منډو وسوځېدل.
د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ ۱۱۴، رحمتشاه ۵۴، نور علي ځدراڼ ۴۷ او ناصر جمال ۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
دا چې سریلانکا له افغانستانه په لومړي اننګز کې ۲۴۱ منډې زیاتې جوړې کړې، نو افغانستان سریلانکا ته د ګټلو لپاره د ۵۶ منډو هدف ورکړ چې هغوی د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته هدف ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.
له دې مخکې د دې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، افغانستان په لومړي اننګز کې ۱۹۸ منډې جوړې کړې خو سریلانکا بیا ۴۳۹ منډې جوړې کړې.
د افغانسنتان له لوري په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ، رحمتشاه او نوید ځدراڼ ښه وځلېدل.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP