کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
د ملګرو ملتونو اړوند یادې ادارې نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي: «له جرمني د پنځه میلیون یورو مرستې له امله چې ۵،۴ میلیون امریکايي ډالر کېږي مننه کوو.»
اوچا ویلي چې یاده اندازه مرسته به د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې د بشري مرستو په برخو کې ولګول شي.
سرچینه زیاتوي، له دې مرستې سره له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې له افغانستان سره بشري برخه کې د یاد هېواد د مرستو کچه ۲۱۰ میلیون یورو ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني د روان لمریز کال د تېرې لړم میاشتې په ۳۰مه هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیون یورو مرسته کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP