Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برېتانیا پاچا د سرطان پر ناروغۍ اخته شوی

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د برېتانیا شاهي ماڼۍ (باکینګهام) اعلان کړی چې د دغه هېواد پاچا درېیم چارلز د سرطان پر ناروغۍ اخته شوی دی.

د برېتانیا شاهي ماڼۍ پرون شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د برېتانیا د پاچا د پروستات وروستي عملیاتو پر مهال ډاکټرانو د هغه بله ناروغي تشخیص کړې چې په نورو معایناتو کې یو ډول سرطان پېژندل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د درېیم چارلز درملنه پیل شوې او هغه به په دې دوره کې په معمولي ډول خپلو اداري او دولتي چارو ته دوام ورکړي، خو په ټولنیزو غونډو کې به یې ګډون کم وي.

د برېتانیا ۷۵ کلن پاچا تېر ميلادي کال د خپلې مور دویمې ملکې اليزابت له مړینې وروسته د دغه هېواد پاچا شو.

هغه تېره میاشت د پروستات ناروغۍ درملنې لپاره په روغتون کې بستر شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.