کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې افغانستان د قزاقستان په کوربهتوب د وزلوبې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.
د المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د قزاقستان په پلازمېنه استانه ښار کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه چې د وزلوبې په یادو نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي.
دغه راز په افغانستان کې هم د وزلوبې لیګ سیالۍ ترسره کېږي چې سږ کال یې د پنځم پړاو سیالیو اتلولي د سرپل ولایت لوبډلې وګټله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP