ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ندیم: جاپان دې د افغانستان تحصیلي نظام پیاوړتیا برخه کې همکاري وکړي

ندیم: جاپان دې د افغانستان تحصیلي نظام پیاوړتیا برخه کې همکاري وکړي

author avatar
6 Feb 2024 - 17:46
ندیم: جاپان دې د افغانستان تحصیلي نظام پیاوړتیا برخه کې همکاري وکړي
author avatar
6 Feb 2024 - 17:46

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست کابل کې د جاپان له سفیر غوښتي چې له نړۍوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک او د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره لیدلي.

دی زیاتوي چې یاده لیدنه کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وویل چې افغانستان او جاپان ښې تاریخي اړیکې لري.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه شیخ ندامحمد ندیم د جاپان له سفیره وغوښتل چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.

همداراز د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د یاد هېواد له سفیر څخه غوښتي چې له نړۍوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک کړي.

سرچینه کاږي، په دغه لیدنه کې د جاپان سفیر وویل چې د ناڅاپي پېښو او بحراني حالتونو پر مهال دوی له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې، د جاپان سفیر د بشري مرستو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پلې کولو برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.