Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لجه‌منګل یو شمېر خلک: د ټیلېفوني اړیکې نیولو لپاره غره ته خېژو

ګردېز (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د پکتیا لجه‌منګل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د اړيکې نیولو لپاره اړ دي چې دوه ساعته مزل وکړي او غره ته وخېژي.

دوی وایي، په تېرو شلو کلونو کې ورته یوازې د ولسوالۍ په مرکز کې یوه پایه لګول شوې چې هغه هم ډېر کم او محدود شمېر خلک ترې استفاده کولای شي.

د لجه‌منګل یوه اوسېدونکي ګل‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ ډېر خلک له مرکزه لرې د غرونو په لمنو کې ژوند کوي.

هغه وايي، د یوې ټیلېفوني اړیکې لپاره اړ کېږي چې درې یا څلور کیلومتره په غره کې مزل وکړي او سرته یې پورته شي.

نوموړي وویل: «زموږ په ساحه کې ټیلېفون هیڅ کار نه کوي نو غرونو ته خیژو، هلته هم بیا ښه کار نه کوي.»

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي غزني‌ګل هم وویل چې د دوی په سیمه کې مخابراتي خدمتونه نشته.

هغه زیاته کړه چې د مخابراتي اړیکې لپاره دوه ساعته مزل کوي څو غره ته وخېژي او بیا اړیکه وینسي.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو يې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

ورته وخت کې حکومتي مسوولین هم د لجه‌منګل ولسوالۍ د اوسېدونکو مخابراتي ستونزې مني.

د پکتیا د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوجۍ رييس مولوي نصیرالله هجرت پژواک ته وویل چې له ډېر پخوا راهیسې د لجه‌منګل ولسوالۍ اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه وویل چې دا مهال یوازې د سلام مخابراتي شرکت یوه پایه په دې ولسوالۍ فعاله ده چې بسنه نه کوي.

خو هغه زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به یوه خصوصي مخابراتي کمپنۍ هم خپل خدمات په دې ولسوالۍ کې پیل کړي چې تر یوه بریده به په دې برخه کې د خلکو ستونزې کمې شي.

د یادونې ده، د لجه‌منګل ترڅنګ د پکتیا د یو شمېر نورو سيمو اوسېدونکو هم له مخابراتي ستونزو شکایت کوي او د هواري غوښتونکي یې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.