Language

نورستان کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او یو ټپي دی

پارون (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د نورستان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په بابا کلا سیمه کې یوه کس د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د نورګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان محمدیونس اخندزاده د سلواغې په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون له غرمې وروسته دوه بجې د نورګرام او د لغمان الینګار ولسوالیو ترمنځ بابا کلا سیمه کې یوه کس د یوې کورنۍ درې کسان وژلي او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.

نوموړي وویل، پېښه د پخوانۍ بدۍ له امله شوې چې یو سړی، د هغه مېرمن او یوه کوچنۍ لور یې په‌کې وژل شوي او یوه بله نجلۍ ټپي شوې ده.

هغه وویل، یاد کس د نورګرام ولسوالۍ امنیتي ځواکونو نیولی او له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، درې ورځې مخکې په لوګر او بلخ کې هم دوه ورته پېښې شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.