مهترلام (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د لغمان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېرو دوو کلونو کې یې د بېلابېلو مرستندویه ادارو په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز او پنځهګونه ولسوالیو کې ۴۳ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.
د لغمان د عامې روغتیا رییس ډاکټر سمیعالله عابد پژواک اژانس ته وویل، تېرو دوو کلونو کې یې د بېلابېلو مرستندویه ادارو په ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او پنځهګونه ولسوالیو کې ۴۳ نوي روغتیاي مرکزونه جوړ کړي دي.
د هغه په وینا، په یادو روغتیایي مرکزونو کې ۱۳ فرعي (SHC)، ۵ اساسي (BHC)، ۱۳ ګرځنده او ۱۲ کورني روغتیایي مرکزونه (FHH) شامل دي چې ۱۱ یې په الینګار، ۹ په الیشنګ، ۷ په قرغیو، ۶ په دولتشاه او ۴ په پادپښ ولسوالیو او ۶ په مهترلام ښار کې جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، یو SHC فرعي روغتیایي مرکز له ۳ زرو څخه تر ۷ زرو کورنیو، یو BHC اساسي روغتیایي مرکز له ۱۸ زرو څخه تر ۲۹ زرو کورنیو، یو FHH کورنی روغتیایي مرکز له ۱۶ سوه څخه تر ۳ زرو پورې کورنیو ته ځانګړي شوي دي.
ورته مهال، د لغمان اوسېدونکي خوښي ښيي چې په سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، خو غوښتنه کوي چې یادو مرکزونو ته باید هر ډول امکانات په واک کې ورکړل شي.
د بادپښ ولسوالۍ د اندروړ سیمې اوسېدونکی لعلمحمد وايي، له دې وړاندې به یې خپل ناروغان د ولسوالۍ کلینک ته لېږدول، خو اوس خوښ دی چې د دولت له لوري یې په ولسوالۍ کې څلور نوي روغتیایي کلینکونه جوړ شوي دي.
د الینګار ولسوالۍ اړوند د تګ کلي اوسېدونکی معلم عبدالرازق هم وایي، خپل کلي کې یې په شخصي لګښت د یو روغتیایي مرکز لپاره څلور خونې جوړې کړې دي او زیاتوي چې حکومت یوازې د پرسونل د معاش او درملو په برخه کې ورسره همکاري کوي.
نوموړي وویل، د دوی په روغتیایي مرکز کې یو نرس، یوه قابله، دوه واکسیناتوران او دوه روغتیايي مشاورین کار کوي، خو له عامې روغتیا ریاسته غواړي چې یو متخصص ډاکټر دې ورسره هم پر دنده وګماري.
د لغمان د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر اساس، اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۲۰ بابه بېلابېل روغتیايي مرکزونه فعال دي چې ۷۷ یې د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې جوړ شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن