کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق رییس فران ایکویزا دوه کلن ماموریت پای ته ورسېد او پر ځای به یې ډاکټر تاجالدین د یادې ادارې چارې پر مخ وړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونیسف) له رییس فران ایکویزا سره تویعي لیدنه وکړه.
په دغه کتنه کې ایکویزا ویلي چې په افغانستان کې يې د ماموريت دوه کلونه په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې ياد دوه کلونه به يې د ژوند وياړ او خوږه خاطره وي.
هغه ویلي چې له ده وروسته به ډاکټر تاجالدين د نوموړي پر ځای په افغانستان کې د يونیسف ادارې چارې پر مخ وړي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې ستانکزي په افغانستان کې د يونیسف فعالیتونه تاريخي او اوږدمهاله وبلل او د ايکويزا کاري لړۍ یې وستايله او د يونیسف راتلونکي مشر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګند کړه.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن