کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۹ موسسو سره د څه باندې ۱۰،۶ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د یادو هوکړهلیکونو لاسلیک مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدزاهد وویل چې یاد وزارت نن له ۱۹ ملي او نړۍوالو موسسو سره د څه باندې لس عشاریه شپږ میلیون ډالرو په ارزښت چې معادل یې څه باندې ۷۸۶ عشاریه شپږ میلیونه افغانۍ کېږي، هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
نوموړي وویل چې د یادو هوکړهلیکونو پر اساس به په ۱۳ ولایتونو کې ۲۷۳۵ کسانو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره او وسایل به پرې ووېشل شي او دغه راز به ۳۵۰ یتیمانو ته د خوراکي توکو وېشلو ترڅنګ د زدهکړو زمینه هم برابره شي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې پر درنو کارونو بوخت ۱۹۴۰۰ ماشومانو ته به هم د زدهکړو او کورنیو ته به یې د کار زمینه برابره شي او له نږدې دوه زره بېوزولو کورنیو سره به بشري مرستې وشي.
د هغه په خبره، په ټول هېواد کې د حرفوي زدهکړو ۵۲ مرکزونه دي چې د کال له ۱۷ تر۲۰ زره کسان ترې فارغېږي او هڅه روانه ده چې دغه مرکزونه له ولایتونو ولسوالیو او کلیو ته ورسول شي.
دغه راز په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دینمحمد حقبین وویل، په هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله ډېر یتیمان، کونډې او معلولین پاتې دي او له مرستندویه ادارو یې غوښتنه وکړه چې مرستې ورسره وکړي.
هغه له دغو موسسو وغوښتل چې پر یتیمانو سربېره دې د روغتیا، کرنې او رغنیزو پروژو کې هم همکاري وکړي.
نوموړي وویل چې اسلامي امارت ټولو موسسو ته اسانتیاوې برابرې کړې او دغه راز یادو موسسو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه په دې غونډه کې د موسسو په استازیتوب مسعود نېکزاد وویل، دغه موسسې هڅه کوي چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته لاړې شي او هغو خلکو ته خدمات وړاندې کړي چې مخکې ورته خدمات نه وي وړاندې شوي.
هغه زیاته کړه، دغو موسسو ته چې کوم مسوولیت ورسپارل شوی، هڅه کوي چې په سمه توګه یې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۷مه هم د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نهو موسسو سره د یو عشاریه دوه میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړي وو.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن