Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د دوو پېښو پایله کې دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی

میمنه (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجه‌موسی او سبزپوش ولسوالیو کې د دوو جلا پېښو له امله ‎دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وویل، د خواجه‌موسی ولسوالۍ د عطاخان خواجه کلي یو اوسېدونکی حافط محمد تېره شپه په خپله کوټه کې د ګاز نیونې له امله مړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د ترسره شوو څېړنو پایله کې معلومه شوه چې د حافظ محمد مېرمن له خپلو اولادونو سره د خپل پلار کور ته تللې وه، خاوند یې د شپې په خپله کوټه کې ګاز لګوي چې د ګاز خپرېدو له امله په خپل بستر کې مړ کېږي.‎

د یادونې ده چې یوه اونۍ وړاندې په دغه ولسوالۍ کې دو کسان نور هم د ورته پېښې په پایله کې مړه شوي وو.

د یوه بل خبر له مخې، د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې پرون د دغه ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په دشت‌ بز سیمه کې د یوې رېکشا چپه کېدو پېښه کې یوه ښځه مړه او یو سړی ټپی شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.