ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د «مسجد چوبي» ډبروسکرو کان د کیندولو چارې یوه قراردادي شرکت ته وسپارل شوې

د هرات د «مسجد چوبي» ډبروسکرو کان د کیندولو چارې یوه قراردادي شرکت ته وسپارل شوې

author avatar
7 Feb 2024 - 15:53
د هرات د «مسجد چوبي» ډبروسکرو کان د کیندولو چارې یوه قراردادي شرکت ته وسپارل شوې
author avatar
7 Feb 2024 - 15:53

هرات (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): هرات کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د کروخ ولسوالۍ د «مسجد چوبي» ډبروسکرو کان د کیندلو چارې د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت یوه خصوصي شرکت ته وسپارل شوې.

د مسوولینو په وینا، یاد کان چې څه باندې یو کیلومتر مساحت لري د هرات د کروخ ولسوالۍ په «مسجد چوبي» سیمه کې موقعیت لري او نن د محلي ادارې د استازو، د هرات د کانونو او پټرولیم رییس او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې یوه قراردادي شرکت ته چې مخکې د هېواد په مرکز کې د ازادې سیالۍ له لارې ګټونکی اعلان شوی و، وسپارل شو.

د هرات د کانونو او پټرولیم رییس فضل‌احمد منیب خاموش پژواک خبري اژانس ته وویل، کانونه د یوه هېواد اقتصادي ودې لپاره له اړینو څانګو څخه دي چې له امنیت وروسته دویم مقام لري.

نوموړي زیاته کړه، د مسجد چوبي د ډبروسکرو کان د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و چې د بلال خالد شرکت په کې ګټونکی شو او ټاکل شوې چې دغه شرکت به په دغه کان کې ۱۵ میلیون او ۲۱۸ زره افغانۍ پانګونه کوي.

هغه زیاته کړه: «د حکومت له لورې د یو ټن ډبروسکرو قرارداد په ۲۲۰۰ زره افغانۍ شوی او موږ هڅه کوو څو د یاد ولایت نور کانونه هم سروې او ګټې اخیستنې ته وسپارو.»

بلخوا، د قراردادي شرکت رییس حافظ احمدالله اغا وویل، د کان کیندلو فعالیت ترڅنګ یې د دغه ولایت نورو پراختیايي فعالیتونو ته هم پاملرنه کړې او دې سیمه کې به اوسېدونکو لپاره جامع جومات، د اوبو رسولو شبکه او مواصلاتي لار هم جوړه کړي.

هغه زیاته کړه، د ډبروسکرو کان د کار په پیل سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هڅه روانه ده څو د پروسس پړاوونه یې هم ترسره کړي.

بلخوا، د کروخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمد خپلې سیمه کې د ډبروسکرو کان د کیندلو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، د سیمې خلک د ډبروسکرو کان د کیندلو برخه کې دغه شرکت او د حکومت د زیربنايي پروګرامونو سره ملاتړ برخه کې هر اړخیزه مرسته کوي.

د کروخ ولسوالۍ په مسجد چوبي کې د ډبروسکرو د کان تسلیمي یوازې د یوې معدني پروژې په توګه نه، بلکې د اقتصادي پرمختګ د یوه فرصت په توګه او د سیمې د خلکو د ژوند شرایطو ښه‌والي لپاره یوه د پام وړ پروژه ده چې د دغه ولایت د ځایي چارواکو په خبره، تمه کېږي څو د یاد کان په کېندلو سره به دې ولسوالۍ کې اقتصادي شرایط هم ښه شي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.