پاراخ (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ ): د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې له ۱۴۵۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د پنجشېر د اقتصاد ریاست د غیردولتي موسسو عمومي مدیر احمد ایمان دروېش پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازدیګر د پنجشېر په مرکز پاراخ ښار کې ۱۴۵۰ کورنیو، هرې کورنۍ ته ۱۳۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.»
هغه زیاته کړه چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په مالي همکارۍ د «اشیانه موسسې» له لوري شوې ده.
دروېش څرګنده کړه چې یادې کورنۍ مخکې د سیمې د ملکانو له لوري مستحقې پېژندل شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې اشیانه موسسې په دې وروستیو کې د پنجشېر په دره ابشار او پریان ولسوالیو کې هم له اړمنو کسانو سره د نغدو پیسو مرسته کړې وه.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن