[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو له امله دغه هېواد له افغانستان سره خپلې ټولې لارې د یوې ورځې لپاره تړلې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د ټولټاکنو له امله به د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) له افغانستان سره ټولې لارې د سوداګرۍ، موټرو او عامو مسافرو پر مخ د یوې ورځې لپاره بندې وي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه کار د ټاکنو د امنیت په موخه ترسره شوی او د جمعې په ورځ به لارې بېرته پرانیستل شي.
پاکستان کې پارلماني ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې دوه ورځې په بلوچستان او سیند ایالتونو کې د چاودنو له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
وروسته له هغه چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له واکه لرې او پر ځای یې د شهباز شریف نوی حکومت راغی، په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې اعلان شوې.
دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان تر ټولو ستر سیاسي ګوند (تحریک انصاف) مشر عمران خان او ګڼ شمېر نور مرکزي مشران یې په زندانونو کې دي او ځینو نورو مشرانو ته یې په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
په دې ټاکنو کې د پاکستان د ملي اسامبلۍ (قومي اسمبلۍ) د ۲۶۶ څوکیو لپاره وکیلان ټاکل کېږي، دغه راز د پاکستان په څلورو ایالتونو سیند، پنجاب، پښتونخوا او بلوچستان کې د ایالتي اسامبلیو لپاره هم ټاکنې ترسره کېږي.
د پاکستان د قانون له مخې، هر ګوند یا ټاکنیز اتحاد چې په ملي اسامبلۍ کې ۱۷۱ څوکۍ وګټي، نو هغه ته ولسمشر د حکومت جوړولو امر کوي او همدا ګوند به لومړی وزیر هم ټاکي.
د پاکستانیو د اټکلونو له مخې، دا ځل د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر نواز شریف به د څلورم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر ټاکل کېږي؛ ځکه چې د راپورونو له مخې، هغه له ځانه سره د پوځ ملاتړ لري.
پاکستاني شنونکي وایي، د ۲۰۱۸ په ټاکنو کې عمرانخان د پوځ په ملاتړ ټاکنې ګټلې وې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP