ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د سړې هوا له امله یو سوداګر مړ شوی

غزني کې د سړې هوا له امله یو سوداګر مړ شوی

غزني ښار (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ د واورې ورېدو او سړې هوا له امله یو سوداګر مړ شوی، خو دوه نور ژغورل شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د څاریو درېیو سوداګرو تېره ورځ د اجرستان ولسوالۍ په مربو‌طاتو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله لار ورکه کړې وه.

هغه وايي چې د یادو کسانو له ډلې یوه يې د ډېرې یخنۍ له امله ساه ورکړې، خو دوه نور کسان یې د حکومتي مسوولینو له لوري ژغورل شوي دي.

ده وویل چې ژغورل شوي کسان دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د یادونې ده، په اجرستان، ناور، مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د غزني ولایت تر نورو سیمو ډېره واوره کېږي او دا مهال په کې نږدې ۷۰ سانتي واوره شوې ده.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.