ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ «څپري» سیمې خلکو ته روغتیایي مرکز جوړ شو

د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ «څپري» سیمې خلکو ته روغتیایي مرکز جوړ شو

author avatar
8 Feb 2024 - 15:30
د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ «څپري» سیمې خلکو ته روغتیایي مرکز جوړ شو
author avatar
8 Feb 2024 - 15:30

اسعداباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ اړوند «څپرې» سیمه کې سلګونه کورنیو ته د لومړي ځل لپاره روغتیایي مرکز جوړ شو.

د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وايي، د دغه ولایت د وټه‌پور ولسوالۍ د «څپري» په نوم په یوه لرې پرته غرنۍ سیمه کې یې د ملګرو ملتونو په مالي همکارۍ سلګونه کورنیو ته روغتیایي خدمات برابر کړل.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د څپري سیمې اوسېدونکو – چې له څه باندې لس زره کسان په‌کې ژوند کوي – له دې وړاندې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه درلود.

هغه له پژواک خبري اژانس هم مننه وکړه چې د یادې سیمې د خلکو د ستونزو په اړه یې راپور خپور او د مسوولینو پام یې ورته را واړوو.

د نوموړي په خبره، د څپري په روغتیایي مرکز کې به د لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ترڅنګ د نسایي ولادي برخه کې هم خدمات وړاندې کېږي.

هغه وویل: «د عامې روغتیا وزارت هڅه دا ده چې په ټولو سیمو کې خلکو ته بشپړې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي، موږ په تېرو دوو کالونو کې ګڼ روغتیایي مرکزونه جوړل کړل او په دغه برخه کې مو هڅې دوام لري.»

ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې په لومړي ځل یې په سیمه کې روغتیایي مرکز جوړېږي.

یو قومي مشر حاجي عبدالولي وايي، سيمه کې یې له دې وړاندې روغتيايي مرکز نه درلود او نه یې هم ځایي خلکو درملو او نور اسانتیاويو ته لاسرسی لره چې په خبره یې اوس به یې د دغه مرکز په جوړېدو سره ستونزې راکمې شي.

هغه وویل: «زموږ په سیمه کې تر ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي، خو له لوموړنیو روغتیایي اسانتیاوو هم بې برخې وو، خپل ناروغان به مو په ډېر کړاو سره د ولسوالۍ کلینیک او یا هم د اسعداباد ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره وړل، اوس خوښ یو چې په خپله سیمه کې راته اسانتیاوې برابرې شوې.»

د یادونې ده چې شاوخوا اته میاشتې وړاندې د چنګاښ په ۲۵مه نېټه پژواک خبري اژانس د یادې سیمې د خلکو د روغتیايي ستونزو په اړه راپور خپور کړی و.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.