مزارشریف (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، مزارشریف ښار کې یې یو هغه کس نیولی چې له جوماتونو څخه به یې د خلکو بوټان غلا کول.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي چې د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو تېره شپه یو هغه کس نیولی چې له جوماتونو څخه به یې د خلکو بوټان غلا کول.
د وزیري په وینا یاد کس پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.
د یادونې ده چې تېره یوه اونۍ هم بلخ کې د څلورو ښځو په ګډون ۲۰ کسان د غلا، قمار او اخلاقي فساد په تور نیول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP