ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله سیالي؛ سریلانکا په یوه په زړه‌پورې لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه

لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله سیالي؛ سریلانکا په یوه په زړه‌پورې لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه

author avatar
9 Feb 2024 - 23:15
لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله سیالي؛ سریلانکا په یوه په زړه‌پورې لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه
author avatar
9 Feb 2024 - 23:15

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): سریلانکا په یوې په زړه‌پورې سیالۍ کې افغانستان ته په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ماته ورکړه.

دا لوبه چې نن (جمعه، د سلواغې ۲۰مه) د سریلانکا په پالي کیلي لوبغاړي کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه وکړه.

خو د افغانستان دا پرېکړه ناسمه ثابته شوه؛ ځکه چې د سریلانکا د پیل دوو لوبغاړو د ۱۸۲ منډو ملګرتیا وکړه، سریلانکایي لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه او یوازې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۸۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۳۸۲ منډو هدف ورکړ.

د سریلانکا له لوري نسانکا غبرګه سلیزه ووهله او ۲۱۰ منډې جوړې کړې، دا لومړی ځل دی چې د سریلانکا یو لوبغاړی غبرګه سلیزه وهي. د افغانستان له لوري فرید ملک دوه لوبغاړي وسوځول.

د یاد هدف ترلاسه کولو په موخه چې کله افغانستان منډې پیل کړې، نو په ۵۰ منډو پنځه لوبغاړي وسوځېدل، ګربز یوه، ابراهیم څلور، رحمت او حشمت اووه اووه او ګلبدین نایب ۱۶ منډې جوړې کړې.

خو وروسته عظمت‌الله عمرزي او محمدنبي د ۲۴۰ منډو ملګرتیا وکړه، دواړو سلیزې هم ووهلې، دا په یوه ورځنیو لوبو کې د نبي دویمه او د عمرزي لومړۍ سلیزه وه. عمرزی په ۱۴۹ ناسوځېدلی پاتې شو او نبي په ۱۳۶ منډو وسوځېد.

د افغانستان لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۹ منډې جوړې کړې او دغه راز سریلانکا دا لوبه د ۴۲ منډو په توپیر سره وګټله.

[/restrict]

Views: 74

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.