زرنج (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د نیمروز سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د «شاه بازار» سړک پخولو چارې پیل شوې.
د دلارام ولسوال الحاج ملا ګلنبي نظيف پژواک خبري اژانس ته وويل، د دلارام ولسوالۍ د شاه بازار سړک د ١٤زره متره مربع کانکريټ اچولو پروژه نن د (سلواغې ٢٠مه) پيل شوه.
هغه وايي، د دې پروژې لګښت اووه ميليون افغانيو ته رسېږي چې د دلارام ولسوالۍ د ښاروالۍ او يو شمېر سوداګرو له لوري ورکول کېږي.
د هغه په خبره، په دغه پروژه کې چې راتلونکو درېيو مياشتو کې به بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، د سړکونو، فرعي کوڅو کانکرېټول او ویالو جوړول شامل دي.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په یاده ولسوالۍ خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي، د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل څو د سړکونو ساتنې برخه کې پاملرنه وکړي.
د يادونې ده چې د دغې پروژې د چارو پرانېستې مراسمو کې د دلارام ولسوال، امنيه قوماندان او ښاروال په ګډون يو شمېر نورو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP