Language

مولوي عبدالکبیر: ا.ا د رسمیت پېژندنې ټول شرايط پوره کړي، باید په رسمیت وپېژندل شي

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د يوناما له مشرې سره په ليدنه کې د ا.ا پر چارواکو بندیزونه غیرعادلانه بللي او ویلي یې دي، سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې ټول شرايط پوره کړي، باید په رسمیت وپېژندل شي او په م.م کې د افغانستان دایمي څوکۍ دوی ته وسپارل شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا سره وکتل.

مولوي عبدالکبیر په ياده ليدنه کې ویلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د فعال غړي په توګه پاتې شوی او غواړي د دې سازمان فعال غړی واوسي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي، باید په رسمیت وپېژندل شي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ ورته وسپارل شي، سرپرست حکومت له نړۍ سره د متقابل احترام په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او یوناما په دې برخه کې مهم رول ادا کولی شي.

مولوي عبدالکبیر د نړۍوالو له خوا پر اسلامي امارت او ځينو چارواکو بندیزونه غیرعادلانه وبلل او ويې ویل چې  دې بندیزونو له نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې ده.

هغه د يوناما له مشرې وغوښتل چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه بیان کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په ياده ليدنه کې وویل چې نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عملي کولو ته لېواله ده او اړتیا ده چې افغانانو ته بنسټیز پرمختیایي او پراختیایي کارونه ترسره شي.

هغې د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او د ثبات او پرمختګ لپاره ښه فرصت وباله او هیله يې وښوده چې په دې غونډه کې د سرپرست حکومت د استازي په ګډون سره به د افغانستان حقیقي انځور منعکس او د ا.ا پلاوي ته به د نور هېوادونو له استازو سره د دوه اړخیزه او څو اړخیزه ناستو او د نظرونو تبادلې فرصت برابر شي.

روزا اوتنبايوا په زور له پاکستانه د افغان کډوالو پر را اېستلو اندېښنه وښوده او ويې ویل چې دغه موضوع به د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي.

د هغې په وينا پاکستان ته یې د سفر پرمهال دغه ستونزې او اندېښنې د ياد هېواد له چارواکو سره شريکې کړې دي.