Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور د شهرک سرب او جستو کان د درېیم بلاک د استخراج تړون لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د غور د شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د درېیم بلاک د نيمايي برخې د استخراج تړون د ۲۴۷،۴ ميليون ډالرو په ارزښت له یوه داخلي شرکت سره لاسلیک شو.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې دغه تړون له «خپلواک کاظمي» استخراجي شرکت سره لاسلیک شوی چې دغه شرکت به په دې برخه کې د ۲۴۷،۴ ميليون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

سرچينه زياتوي، قراردادي شرکت ژمنه کړې چې لس میلیونه امريکايي ډالر په ټولنیزه برخه کې لګوي او پروسس چارې به يې سل سلنه په کور د ننه ترسره کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.