Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له نشه‌یې توکو سره  د مبارزې مدیریت مسوولینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغو توکو د پروسس یوه کارخونه له منځه وړې ده.

د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده کارخونه د کجکي ولسوالۍ د شېري په سیمه کې کشف او له منځه یووړل شوه.

هغه زیاته کړه چې په یاده کارخونه کې ۴۰ کيلوګرامه اهاک، ۴۰ کيلوګرامه سود، ۵۰ لېتره ډېزل، ۲۴۰ کيلوګرامه اومان او د کارخانې اړوند پروسس سامانونه ترلاسه شوي وو چې وروسته وسوځول شول.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.