غزنيښار (پژواک، ۲۱ سلواغه ١٤٠٢): د غزني د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر رياست وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶ کوډګر نیول شوي دي.
د غزني د امر بالمعروف رییس مولوي محمدعالم ناصح پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د امنیتي مسوولینو په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز کې ۱۶ او په جاغوري، ناور او مالستان ولسوالیو کې ۱۰ کوډګر نیولي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه کسان يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي او سزا هم ورکړل شوې ده.
د ناصح په خبره، په همدې موده کې ځيني داسې کسان هم نیول شوي چې ډېر شواهد او مدارک پرې موجود نه وو خو دا چې دغه کارونه به نور نه کوي، ژمنه ترې اخیستل شوې او خوشي شوي دي.
هغه زیاته کړه، دوی ژمن دي چې د فساد، جعل، فریب او هغو کړنو مخنیوی به کوي چې ټولنې ته زیان اړوي او د خلکو ترمنځ د ستونزو جوړېدو لامل کېږي.
نوموړي وویل، هڅه کوي ټول هغه کسان ونیسي چې خلک د کوډګرو، سحرګرو او جادوګرو په نوم ورځي او تعویذونه ترې اخلي.
نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې دغسې خلکو ته دې نه ورځي او د اسلام دین خلاف له کړنو دې ډډه وکړي.
ورته مهال، د غزني یو شمېر اوسېدونکي د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست له دغه اقدامه خوښ دي.
د نورالله په نوم یوه کس وویل چې په دغه ولایت کې یو شمېر کسان پر خرافاتو باور کوي او د خپلو ستونزو د حل لپاره کوډګرو او تعویذګرو ته ورځي.
هغه زیاته کړه: «دلته یو شمېر کسان د ملا، اغا او پیر په نومونو په پټه فعالیتونه کوي، خلک ورځي او دوی ورته تعویذونه لیکي نو حکومت باید د دغو خلکو مخه ونیسي.»
دغه راز غزني کې یو دیني عالم میرزامحمد پژواک ته وویل، کوډګر نه یوازې د شریعت ضد اعمال کوي، بلکې د کورنیو ترمنځ ستونزې راولاړوي او د خلکو د بېلارۍ لامل کېږي.
دی وايي، د حج او اوقافو او امر بالمعروف ادارې مسوولیت لري، څو د کوډګرو او سحرګرو مخنیوی وکړي.
غزني کې ياد کوډګر داسې مهال نيول کېږي چې څه وخت مخکې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت په ټول هېواد کې د کوډګرو او جادوګرو پر فعاليتونو بنديز ولګاوه او دغه کار یې ناروا عمل یاد کړ.
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن