[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ګڼ شمېر ملي او نړۍوال ریکارډونه جوړ شول.
دا لوبه چې نن د جمعې ورځ (د سلواغې ۲۰مه) د سریلانکا په پالي کیلي لوبغاړي کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه وکړه.
سریلانکا د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۳۸۱ منډې جوړې کړې خو افغانستان یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۳۹ منډې جوړې کړې او دغه راز سریلانکا دا لوبه د ۴۲ منډو په توپیر سره وګټله.
د سریلانکا د پیل لوبغاړي پاتو سریلانکا چې ۲۱۰ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې، لومړی سریلانکایي لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې یې غبرګه سلیزه ووهله، تر دې مخکې د سریلانکا بل مشهور لوبغاړي سانت جایسوریا ۱۸۹ منډې جوړې کړې دي.
دغه راز نسانکا په یوه لوبه کې ډېرې ۱۲۸ منډې په څلوریزو او شپږیز ترلاسه کړې چې د دغه هېواد لپاره تر ټولو زیاتې دي، تر دې مخکې جایسوریا ۱۱۰ منډې ترلاسه کړې وې.
د افغانستان لوبغاړو محمدنبي او عظمتالله عمرزي هم په دې لوبه کې یو شمېر ملي ریکارډونه جوړ کړل، دواړو لوبغاړو د ۲۴۲ منډو ملګرتیا وکړه چې د افغانستان له لوري د شپږمې ویکټې تر ټولو زیاته ملګرتیا ده.
دغه راز دا په نړۍوال ریکارډ کې هم د شپږم وېکټ تر ټولو ستره دویمه ملګرتیا ده.
افغانستان په دې لوبه کې ۳۳۹ مندې جوړې کړې چې په یوه ورځنیو لوبو کې د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې دي، له دې مخکې افغانستان په یوه لوبه کې ۳۳۸ منډې د ایرلینډ پر وړاندې کړې وې.
د محمدنبي او عظمت د ۲۴۲ منډو ملګرتیا د افغانستان لپاره د هرې ویکټې لپاره دویمه ستره ملګرتیا هم ده.
دغه راز محمدنبي د نړۍ شپږم لوبغاړی شو چې په ډېر عمر کې یې سلیزه ووهله، د کرېک انفو معلوماتو له مخې، د محمدنبي عمر ۳۹ کاله او ۳۹ ورځې دی.
عظمتالله عمرزي هم په دې لوبه کې د خپل کرکټ په تاریخ کې لومړۍ سلیزه ووهله.
په یوه لوبه کې د دوو لوبغاړو له خوا سلیزې وهل دا څلورم ځل دی چې افغان لوبغاړو دغه کارنامه ترسره کړه.
د افغانستان ۳۳۹ منډې د یوه ورځنیو لوبو په دویم اننګز کې د افغانستان تر ټولو زیاتې منډې دي.
[/restrict]
Views: 1128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن