غزنيښار(پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني د ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د غزني ولایت د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د امیرمحمدخان کلي په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.
هغه وویل چې د دغه ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې د سیداحمد لوبډلې د پنجه ګرګ له لوبډلې سره سیالي وکړه او په پایله کې د سیداحمد لوبډلې خپل سیالې لوبدلې ته د ۳/۲ په توپیر سره ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.
د هغه په وینا، د دغه ټورنمنټ د ترسره کولو څخه یې موخه د ورزشکارانو هڅول او له نشهيي توکو څخه د هغوی لرې ساتل دي.
د یادوني ده چې دا سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن