پلعلم (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د لوګر ولایت برېښنا ریاست وایي چې په دې وروستیو کې یې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې څه باندې درې زره کورونو ته برېښنا وصل کړې ده.
د لوګر د برېښنا رييس مولوي محمدفهیم منصور نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې تازه یې د پلعلم ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ۳۲۳۳ کورنیو ته د برېښنا، یو فازه، دوه فازه او درې فازه مېترونه فعال کړي او یادې کورنۍ عملاً له برېښنا ګټه اخلي.
منصور زیاته کړه چې د یادو کورنیو ترڅنګ په محمداغه ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت د ۳۳۳ ځانګړو پولیسو قطعې ته هم برېښنا وصل کړې ده.
هغه وویل، په پام کې ده په نږدې راتلونکي د خوښۍ او برهکېبرک ولسوالیو یو شمېر کورنیو ته هم برېښنا ورکړل شي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د لوګر برېښنا ریاست په تېرو اتلسو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او ټاکل شوې د روان کال تر پایه د برېښنا له درکه یاد عواید نور هم لوړ شي.
د پلعلم ښار یوه اوسېدونکي جمیلاحمد پژواک ته وویل، خوښ دی چې کور ته یې برېښنا ورکړل شوې ده.
هغه وايي چې پخوا دوی برېښنا نه درلوده، له ډېرو ستونزو سره مخ وو خو اوس یې د برېښنا له پلوه ستونزې حل شوې دي.
هغه د برېښنا له ریاسته وغوښتل چې د پلعلم ښار ترڅنګ ولسوالیو ته هم د برېښنا مزي وغځوي.
د یادونې ده، د ازبکستان ورداتي برېښنا دا مهال د لوګر په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې خلکو ته ورکړل شوې خو په پام کې ده چې نورو سیمو ته هم ورکړل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن