ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میمنې ښار اوسېدونکي په استوګنیزو سیمو کې د تېلو ټانکونو شتون ته اندېښمن دي

د میمنې ښار اوسېدونکي په استوګنیزو سیمو کې د تېلو ټانکونو شتون ته اندېښمن دي

author avatar
10 Feb 2024 - 16:39
د میمنې ښار اوسېدونکي په استوګنیزو سیمو کې د تېلو ټانکونو شتون ته اندېښمن دي
author avatar
10 Feb 2024 - 16:39

میمنه (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د فاریات په مرکز میمنه ښار کې د تېلو په یوه ټانک کې پرله پسې چاودنو او اورلګېدنې د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د تېلو ټانکونه له استوګنیزو سیمو څخه لرې ولېږدوي.

د فاریاب د یو شمېر اوسېدونکو په خبره، د جمعې په مازیګر په میمنه ښار کې د تېلو په یوه ټانک کې د اورلګېدنې له امله اووه درنې چاودنې وشوې چې د یوه ماشوم له ټپي کېدو سربېره نږدې استوګنیزې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

د یادې پېښې عیني شاهد او د سیمې اوسېدونکی فیروز اسحاقزی وايي، له څو دقیقو اورلګېدنې وروسته اطفائیه راورسېده، د ګازو لویې ډبې په چاودېدو شوې چې د سیمې د اوسېدونکو د ویرې لامل شوې او خپل کورونه یې پرېښودل چې په پایله کې یوه کوچنۍ نجلۍ ټپي او روغتون ته ولېږدول شوه.

هغه زیاته کړه: «موږ عملاْ ولیدل چې په استوګنیزو سیمو کې د تېلو د ټانکونو فعالیت څومره خطرناک دی، که اطفایه نه وای رارسېدلای، سیمه به په بشپړه توګه ویجاړه شوې وای.»

د پېښې د سیمې دوه اوسېدونکي ادعا کوي چې د تېلو د ټانکونو په اورلګېدنه کې ورته ډېر مالی زیان اوښتی او د تېلو د ټانکونو له مالک څخه یې تاوان غواړي.

هغوی دغه راز له حکومته وغوښتل چې د یاد ټانک او په استوګنیزو سیمو کې د تېلو د نورو ټانکونو فعالیتونه بند کړي.

د میمنې ښار د نهمې ناحیې د کارته صلح د ګذر وکیل سید تاج‌الدین وایي، استوګنیزو ودانیو ته نږدې باید د تېلو ټانک نه وي.

هغه زیاته کړه: «چاودنه کې مو د کور د کړکۍ ښیښې ماتې شوې، خلک وارخطا شول، ښځې او ماشومان وېرېدل، که اطفائیه پر وخت نه وای رارسېدلې، اورلګېدنه به د تېلو زېرمو او ښار ته پراخه شوې وای او یو ناورین به رامنځته شوی وای.»

هغه له چارواکو وغوښتل چې له استوګنیزو سیمو څخه له ښاره بهر ته د تېلو د ټانکونو او د ګاز پلورونکو د لېږد برخه کې اقدام وکړي او وروسته له دې باید په استوګنیزو سیمو کې د تېلو د ټانکونو د فعالیت جواز صادر نه شي.

د فاریاب د اوروژنې امریت غړی درمحمد وايي، د اوروژنې پرسونل پر وخت سیمې ته ورسېدل او اورلګېدنه یې کنټرول کړه.

نوموړي د اورلګېدنې او د تېلو په ټانکرونو کې د چاودنو لامل موټرونو ته د تېلو اچولو پر مهال د ټانک د کارکوونکو بې‌احتیاطي بولي.

د تېلو د ټانک مالک همراه‌بای وايي، یاده اورلګېدنه کې ورته څه باندې ۶۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی او خوشحاله دی چې اورلګېدنې د تېلو زېرمنې ته سرایت نه دی کړی او ځانی زیان نه دی اوښتی.

هغه د یادې اورلګېدنې لامل د برق شارتي وګڼله او و یې ویل، موټر ته د تېلو اچولو پر مهال اورلګېدنه رامنځته شوه چې وروسته د اطفایې له لورې مهار شوه.

د فاریاب د نفت او ګازو عمومي مدیر مولوي جمال ناصر دین‌دوست په استوګنیزو سیمو کې د تېلو د ټانکونو د فعالیت له امله د خلکو د اندېښنو په اړه وویل، د چارواکو له پرېکړې او مشورې پرته ښار کې د تېلو د ټولو ټانکونو او ګازپلورونکو پر فعالیت بندیز لګول ښايي له سختو غبرګونونو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه، په وروستیو کې د تېلو د ټانکونو د فعالیت کړنلاره له مرکز څخه ترلاسه شوې او د ولایت له مشرتابه سره یې شریکوي او د هغوی له پرېکړې او کړنلارې سره سم به اړین اقدامات وکړي.

بلخوا، د فاریات ولایت د مقام ویاند مفتي عصمت‌الله مرادي وايي، دوی د خلکو اندېښنو ته پام کوي او د تېلو هغو ټانکونو په اړه به چې په استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي، اړینې پرېکړې وکړي.

 

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.