ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عراق کې د ځغاستې نړۍوالې سیالۍ؛ یوه افغان ورزشکار د نقرې مډال ګټلی

عراق کې د ځغاستې نړۍوالې سیالۍ؛ یوه افغان ورزشکار د نقرې مډال ګټلی

author avatar
10 Feb 2024 - 11:12
عراق کې د ځغاستې نړۍوالې سیالۍ؛ یوه افغان ورزشکار د نقرې مډال ګټلی
author avatar
10 Feb 2024 - 11:12

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان اتلتیک فدراسیون وایي چې یوه افغان ورزشکار خوشحال سادات د عراق په کوربه‌توب د ځغاستې نړۍوالو سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی دی.

د افغانستان اتلیتک ملي فدراسیون تېره شپه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د اتلتیک فدراسیون ملي لوبغاړي خوشحال سادات د عراق په کوربه‌توب د درېیم پړاو «ماراتون» نړۍوالو سیالیو په دویم ګروپ کې د نقرې مډال واخیست.

د دغه فدراسیون معلوماتو له مخې، د ځغاستې یادې سیالۍ تېره ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې ترسره شوې چې د ۲۷ هېوادونو ورزشکارانو په کې ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې د ایران د اتلتیک سیالیو شپږویشتم پړاو درېیمه مرحله کې یوه بل افغان ورزشکار شاه‌محمود نورزي لومړی مقام ګټلی و.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.