پلعلم (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د موټرو او نورو غلاوو په تور څلور کسان نیول شوي دي.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس خبریالانو ته وویل، دغه کسان د مرکز پلعلم ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په «هونې سفلی» سیمه کې د پولیسو له لوري د موټرو او له کورونو د غلا په تور نیول شوي دي.
انس زیاته کړه: «له نیول شوو کسانو یو کرولا موټر، یو زرنج، یو موټرسایکل، پنځه بایسکلونه، اببازکونه او ۱۶ کیلوګرامه نشهيي توکي ترلاسه شوي دي.»
هغه زیاتوي، نیول شوي کسان د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار اصلي اوسېدونکي دي او امنیتي ځواکونه یې له اوږدې مودې راهیسې په تعقیب کې وو.
د پلعلم ښار یوه اوسېدونکي شمسالرحمن پژواک ته وویل، امنیه قومانداني دې له یادو کسانو په سمه توګه څېړنه وکړي، که چېرې د غلا تورونه پرې ثابت شي، باید علني مجازات شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP