جلالاباد (پژواک ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په تورخم کې د راستنېدنکو کډوالو کمپ څخه د لېدنې پر مهالاړونده مسؤولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې مسافرو او ناروغانو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ورسره پلاوي یې ننننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې په تورخم کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره له جوړ شوي عمري کمپ، د تورخم له کمیساري اوښارګوټي څخه لیدنه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي مولوي عبدالکبیر د دغې لېدنې پرمهال ډاډ ورکړی چې له راستنېدونکو افغانانو سره به د اسلامي امارت او هېوادوالومرستې او ملاتړ دوام ولري.
هغه ویلي: «سره له دې چې په اجباري ډول د افغانانو اخراجول د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي خو هېواد ته د افغانانو په راتګ خوشحالهیو او اسلامي امارت کوښښ کوي چې د ټولو افغانانو لپاره هېواد ته په داوطلبانه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړي.»
هغه له ټولو مسؤولو ادارو، شتمنو افغانانو، شرکتونو او سوداګرو څخه غوښتي چې د راستنېدونکیو افغانانو لپاره د کار په موندنه کېهمکاري وکړي.
سرچېنې لیکلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تورخم له کمیساري او ښارګوټي څخه د لیدنې پر مهال اړونده مسؤولینو ته دستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په تورخم کې شته ستونزې به جدي تعقیب او کوښښ به وشي چې مسافرو او ناروغانو ته لازمېاسانتیاوې برابرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP