کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې پر شمال او جنوب د اسرائیلو بریدونه د غندلو ترڅنګ د دغو بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کوي.
الجزیره خبري شبکي نن په یوه راپور کې د غزې د روغتیا وزارت له قوله لیکلي، تېره شپه په رفح ښار د اسرائیلو په هوايي او سمندري بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجریزې دغه راز زیاته کړې چې د الاقصی ټلوېزیوني چینل د تېره ورځ د حماس د یوه لوړپوړي مشر له قوله وویل چې په رفح باندې د اسرائیلو پلان شوی ځمکنی برید به د بندیانو د تبادلې خبرې خرابې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د فلسطین د غزې تړانګې پر شمال او جنوب له څلور میاشتنیو وحشیانه بریدونو وروسته تیره ورځ صهيونيستي یرغلګرو پر رفح ښارګوټي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطینیانو چې ډیری یې ماشومان او ښځې دي د بمباریو او جګړو له ویرې پناه اخیستې ده، وحشیانه بریدونه پیل کړل.»
خبرپاڼه کې راغلي، پر رفح ښارګوټي د «صهيونيستي رژیم» بریدونو دوام به بله لويه فاجعه رامنځته او روان ناورین به لا پسې ژور کړي.
د سرچینې په وینا، اسلامي امارت «د صهیونیستانو روان وحشت» په تر ټولو کلکو ټکو غندي او د سملاسي درېدو غوښتنه يې کوي.
د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان اسلامي امارت پر نړۍوالو او سیمهییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کوي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار هواره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په غزه کې د ټولوژنې دوام حاکم نړۍوال نظم او مدعي ارزښتونه يې له جدي پوښتنو سره مخ کړي او دا د پېړۍ ټولوژنه به د نړۍوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي.
د راپورونو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو بمباریو کې څه باندې ۲۸ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۷ زره نور ټپیان شوي دي.
دغه راز، په یاده موده کې د حماس د بریدونو له امله په اسرائیلو کې تر اوسه دوه زره اسرائیلیان هم وژل شوي او تر پنځه زره پورې نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP