[restrict paid="true"]
فراه ښار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د فراه ولایتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د يوه سوداګر له لوري د لس ميليون افغانيو په لګښت له پنبهدانو د غوړیو د تولید فابریکه جوړه شوه.
د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پانګونه د باريداد صادق په نوم یوه ځایي سوداګر کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په دې وړه فابریکه کې به د ورځې له شپږ ټنه پنبه دانۍ څخه ۵۰۰ کيلوګرامه غوړي او ۳ عشاریه ۵ ټنه کونجاره توليدېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه غوړي د فراه په شمول یو شمېر ولایتونو ته هم صادریږي.
یاد ریاست ویلي چې په دې فابریکه کې ۳۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن