ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال د کار او سرپناه غوښتنه کوي

کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال د کار او سرپناه غوښتنه کوي

author avatar
12 Feb 2024 - 14:18
کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال د کار او سرپناه غوښتنه کوي
author avatar
12 Feb 2024 - 14:18

کندهار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): کندهار ته له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ شکایت کوي چې د اوسېدو لپاره خپل کورونه نه لري او زیاتوي، په کرایه کورونو کې اوسېدول ورته ستونزمن دي؛ ځکه اوزګار دي او د کورونو کرایې لوړې دي.

که څه هم اوس د سپین‌بولدک له لارې له پاکستانه د را ستنېدونکو افغان کورنیو شمېر د پخوا په نسبت څو برابره کم شوی، خو هغوی چې په تېرو درېیو میاشتو کې کندهار ته راکډه شوي، دغه ولایت کې د کورونو لوړو کرایو او د کار نشتوالي له امله شکایت کوي.

یو شمېر دغه کسان وايي، خپل کاروبار او شتمني یې پاکستان کې پرېیښې او خپل هېواد ته راستانه شوي، خو اوس یې دلته اقتصادي حالت خراب دی او د کورونو د کرایو ورکولو توان نه لري.

د هغوی له ډلې یو هم عبدالخالق دی چې وایي، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې له کوزې پښتونخوا څخه کندهار ته راغلی، خو تر اوسه د کار په پیدا کولو پسې سرګردانه دی.

هغه وايي: «زما اوس یوه میاشت پوره کېږي چې له پاکستانه مې کډه راوړې، تر اوسه خو بې‌کاره یم، کور مې په اته زره افغانۍ کرایه نیولی دی، بس فقط هغه ګزاره په کې کوو، نو چې کار نه وي دا د کرایې او نور د کور د مصارفو پیسې له کومه کړم؟»

د محمدیار په نوم یو بل افغان چې له پاکستانه خپل هېواد ته راغلی، وايي: «موږ چې راغلو د دوو میاشتو د کور کرایه راکول شوې ده، بیا تر اوسه کومه مرسته نه ده راسره شوې، داسي کور مو کرایه کړی چې په پنځه زره افغانۍ کرایه هم ګران دی خو له موږ څخه لس زره افغانۍ غواړي، نو یا باید د کار زمینه برابره سي او یا د یوه یا دوو کلونو کرایه دې موسسې یا حکومت ورکړي.»

هغوی شکایت کوي چې هوا سړه ده او اقتصادي حالت یې دومره خراب دی چې له سهاره تر ماښامه په ښار کې د سل افغانیو کار هم نه شي پیدا کولای او ډېر وخت خالي لاس کور ته ستنېږي.

د ندامحمد په نوم یو بل ځوان چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده، وايي: «موږ یو دوې هفتې کېږي چې له کويټې څخه راغلي یو، دلته مې ماما یو کور راکړی، هغه کله – کله کمک راسره کوي، پلار نه لرم، په کور کې مې زه او خوندي یو، نو چې یو کار راته پيدا شي په هر څو پيسو چې وي کوم یې.»

هغوی له حکومت او همکارو مووسسو د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

خو د دغه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، د ښاروالۍ په ګډون یې له بېلابېلو ادارو سره خبرې کړې چې په کندهار ښار کې د کورونو کرایې کنټرول کړي.

د دغه ریاست د بیا مېشتېدني د چارو امر مولوي نعمت‌الله الفت وايي، هڅه یې کړې چې د کورونو کرایې ارزانه کړي او زیاتوي چې له ګڼ شمېر مووسسو سره یې خبرې کړي چې راستنېدونکو کورنیو ته د کورونو د کرایو لپاره پیسې ورکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ په دې اړه مجلسونه کړي او کوښښ کوو چې په ښار کې د کورونو کرایې کنټرول شي او بل موږ په دې هڅه کې یو چې له راغلو کډوالو سره د کرایو برخه کې هم موسسات ډېره همکاري وکړي، د یو کال یا دوو کلونو کرایه ورته برابره کړي.»

د یادونې ده چې اوسمهال د سپین‌بولدک – چمن له لارې د ورځې یوازې د لسو په شاوخوا کې کورنۍ له کوزې پښتونخوا څخه کندهار او یا نورو سوېلي ولایتونو ته راځي چې ډېر شمېر یې خپلو سیمو ته ستنېږي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.