Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پرتګال له افغانستان سره ۲۰۰ زره یورو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) ویلي چې پرتګال د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.

اوچا نن (دوشنبه) په اېکس‌پاڼه کې د یوه پيغام په خپرولو سره له یادې مرستې خبر ورکړی دی.

د یاد بنسټ په وینا، یاده اندازه پیسې د ۲۱۵ زره او ۷۵۰ امریکایي ډالرو معادل کېږي.

سرچینې څرګنده کړې، یادې پیسې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د پرتګال لومړنۍ مرسته ده.

اوچا زیاته کړې: «د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۴ کلونو لپاره د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ستاسو د ۲۰۰ زره یورو مرستې له امله مننه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې المان هم د افغانستان د بشردوستانه مرستو له صندوق سره د پنځه میلیون یورو له مرستې خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.