[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېتې له سریلانکا سره د راتلونکو درېیو نړۍوالو شلاوریزو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه د روانې فبرورۍ په ۱۷مه، ورپسې دویمه او دریمه په ترتیب سره په ۱۹مه او ۲۱مه نېټو ترسره شي.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملي لوبډلې مشري به د ابراهیم ځدراڼ پر غاړه وي؛ ځکه د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز مجیبالرحمن او سلیم ساپی هم د ناروغتیا له امله تر درملنې لاندې دي.
په اعلان شوې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، رحمنالله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمداسحاق (ویکټ ساتونکی)، حضرتالله ځاځی، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیبالله ځدراڼ، عظمتالله عمرزی، کریم جنت، شرفالدین اشرف، فضلالحق فاروقي، فریداحمد، نوینالحق، نوراحمد، وفادار مومند او قیساحمد ګډون لري.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې سرپرست مسوول احمدشاه سلیمانخېل وايي: «د دغو سیالیو اهمیت ته په پام سره به زموږ یوه موخه دا هم وي، څو د شلاوریزو سیالیو نړۍوال جام هم له نظره ونه باسو او له اوسه ورته د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم په پام کې ونیسو او وې روزو.»
د یادونې ده، سریلانکا په یوه ټسټلوبه او دوو یوه ورځنیو نړۍوالو لوبو کې افغانستان ته ماته ورکړې ده.
[/restrict]
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن