[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۴ دلو ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم د میدانوردګو ولایت پوهنتون کې د اوو پروژو چارې پیل کړې او درې یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د دغه وزارت له خوا د سلواغې په ۲۴مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد نديم د دې پروژو پرانیستلو پر مهال وویل چې ټول مسلمانان د دیني علم ترڅنګ عصري علومو زدهکړو ته جدي اړتیا لري او دا د اسلامي نظام مسوولیت دی چې ولس ته د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زدهکړو زمینه برابره کړي.
ورته مهال د میدانوردګو پوهنتون رییس شیخ صفتالله حقاني وویل چې له يادو پروژو د علمي او څېړنيز مرکز ودانۍ، د ښوونې او روزنې پوهنځي لابراتوار، د برېښنا شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د اوو نورو پروژو چارې پیل شوې.
بلخوا د میدانوردګو ولایت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې پروژو شاوخوا ۸۱ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دي.
سرچینې زیاته کړې، د میدانوردګو ولایت پوهنتون کې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت د څېړنیز مرکز ودانۍ، د پوهنتون لپاره د ۴ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژه او د شرعیاتو پوهنځي لپاره د ۳۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت کتابتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د شاوخوا ۴۵.۷ میلیون افغانیو په لګشت د کرنې پوهنځي لپاره څېړنیز فارم او د کرکټ لوبغالي پروژې افتتاح شوې او په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د کرنې پوهنځي له ۸ علمي څېړنیزو پروژو دفاع وشوه.
سرچینې زیاته کړې، میدانوردګ پوهنتون د اسلامي امارت په راتګ سره د پام وړ پرمختګ کړی چې اوس مهال پنځه پوهنځي لري او ۱۵۰۰ محصلين په کې په زدهکړو بوخت دي.
د یادونې ده، څه موده وړاندې د یاد پوهنتون احاطې دېوال جوړېدو د بنسټ ډبره هم د لوړو زدهکړو وزارت د سرپرست له خوا کېښودل شوه او اوس مهال یې ۶۰ سلنه کار بشپړ شوی دی.
[/restrict]
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن