ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي پیاوړتیا لپاره نوی روزونکی ګومارل شوی

د کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي پیاوړتیا لپاره نوی روزونکی ګومارل شوی

author avatar
13 Feb 2024 - 11:01
د کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي پیاوړتیا لپاره نوی روزونکی ګومارل شوی
author avatar
13 Feb 2024 - 11:01

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نیکولاس ټرېورلي د کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت د نوي روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، نیکولاس ټرېورلي د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د فزیکي تکړښت د نوي روزونکي یا ټرېنر په توګه وګومارل شو چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۳مه به د ایرلینډ پر وړاندې له لوبلړۍ مخکې له لوبډلې سره یو ځای شي.

سرچینې ویلي چې له دې مخکې یاده دنده له ۲۰۱۴ کال راهیسې د سوېلي افریقا جېسن ډوګلس پر مخ وړله.

کرکټ بورډ زیاته کړې، څلوېښت کلن نیکولاس ټرېورلي د کېنټ کاونټي کرکټ کلب په ګټه ۱۳ فرسټ کلاس سیالیو کې لوبېدلی دی چې درې پنځوسیزې یې ترسره کړي او ټولې یې ۴۹۰ منډې جوړې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، نوموړي دغه راز له انګلستان کرکټ بورډ څخه د روزنې دویمه درجه سند ترلاسه کړی او د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه پراخه تجربه لري.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، نوموړی د ۲۰۲۰ زېږدیز کال له مارچ میاشتې راهیسې د بنګله‌دېش کرکټ بورډ د فزیکي تکړښت څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوي.

همدارنګه دې ادارې ویلي، نیکولاس له دې مخکې له ۲۰۱۶ زېږدیز کال له اکتوبر میاشتې څخه د ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر فبرورۍ میاشتې پورې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه پاتې شوی دی.

کرکټ بورډ ویلي، له بنګله‌دېش او سریلانکا سره له دندو وړاندې نوموړي د شاوخوا پنځه کلونو لپاره د انګلستان د سسیکس کرکټ کلب د فزیکي تکړښت د مشر روزونکي په توګه هم دنده پرمخ وړې ده.

دغه راز، نوموړي د انګلستان د اګلیا رسکن پوهنتون د سپورټ ساینس په برخه کې د لېسانس تر کچې زده‌کړې کړي او همدارنګه د انګلستان د فزیکي تکړښت د سازمان برحاله غړیتوب هم لري.

کرکټ بورډ زیاته کړې، د دې ټولو مسوولیتونو او دندو ترڅنګ نیکولاس ټرېورلي په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د چېمپنز ټرافي، په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍوال جام، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د شل اوویزو سیالیو نړۍوال جامونو او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړۍوال جام کې له بېلابېلو لوبډلو سره د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د یادونې ده، د افغانستان کرکټ بورډ تېره جنورۍ میاشت کې اسټرالیايي شېن مکډرمټ د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې برخې روزونکي په توګه و ګوماره.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.