کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره په لیدنه کې د روغتیایي ځالو معیاري کولو، د ګرځنډه روغتیایي ټیمونو پیاوړتیا او د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره ولېدل.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت او د دې ادارې ترمنځ د روغتیايي ځالو د معیاري کولو په ځانګړي ډول د ودانیو د رغونې برخه کې د ګډې همکارۍ، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د پیاوړتیا، لا زیاتې همغږۍ، د روغتیايي برخو د تخنیکي ملاتړ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
قلندر عباد په دې لیدنه کې ویلي: «موږ به هڅه وکړو څو د روغتیا برخه کې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.»
له بل لوري د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي، د روغتیا برخه کې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، خپلو امکاناتو ته په پام سره له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن