Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابینې په خوست کې د سرطاني ناروغیو درملنې لپاره د کمپلېکس جوړولو طرحه تایید کړه

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه کې په خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه تائید شوه.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې شپاړسمه غونډه د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نن جوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې، د کابینې په دې غونډه کې په خوست کې د روغتیایي کمپلکس جوړولو طرحه منظور شوه او د امارتي شرکتونو د رهبرۍ هيئت مشر مولوي احمد جان بلال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅېړي او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدا راز پرېکړه وشوه چې د کابل ښار پنځم مکروریانو د چارو پرمختګ په اړه د کمېټې نظر دې له سترې محکمې سره شریک شي او محکمه دې يادې موضوع ته لومړيتوب ورکړي؛ ترڅو يې چارې پيل او خلکو ته خپل حق وسپارل شي.

په غونډه کې د اسلامي امارت اداري کميسيون ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کارموندنې ملي پاليسۍ په اړه جوړې شوې طرحې بیا کتنه وکړي او د منظورۍ لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارو ادارې تېره میاشت ویلي وو،  د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره چې خوست کې د ملي سوداګرو له خوا جوړېږي، سل جریبه امارتي ځمکه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوې ده.

د چارو ادارې ویلي وو: «د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون د ملي سوداګرو له لوري جوړېږي، د افغانستان ټولو خلکو ته به خدمتونه وړاندې کوي او دغه راز، یاد روغتون به د سرطان درملنې او اړوندو برخو کې زده‌کړو لپاره د طب پوهنځی هم ولري.»

تر دې مخکې د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي وو چې د کابل طبي علومو پوهنتون د علي‌اباد په تدریسي روغتون کې د ۴۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې د ۲۵۰ بستریز ملي مرکز جوړولو چارې بېرته پیل کړې.

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلومات له مخې، د دغه تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو او بیارغونې پروژه په ۲۰۰۷ کال کې د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې په مالي مرسته پیل شوې وه، خو د ستونزو او بودجې نشتوالي له امله د دغه مرکز کار په ټپه ودرېد.

خبرپاڼه کې راغلي، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې یاد مرکز په هېواد کې یوازېنی د تشخیص او درملنې مرکز دی چې بهر ته به د افغانانو له لورې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي.

سرپرست حکومت په داسې حال کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د مرکزونو د جوړولو خبرې کوي، چې په هېواد کې دغه ناروغي زیاته شوې او ددرملنې لپاره یې معیاري روغتون نشته.

د عامې روغتیا وزارت معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۳ زره کسان په سرطان اخته کېږي چې له دې ډلې ۱۶ زره یې مري.

په سرطان اخته یو شمېر ناروغان له حکومته غواړي چې دوی ته دې په هېواد کې دننه د درملنې زمینه برابره کړي څو د لوړو لګښتونو په ورکولو بهر ته د تلو لپاره مجبور نه شي.

په سرطان اخته ریتا چې د کابل په کیور روغتون تر درملنې لاندې ده څو ورځې مخکې پژواک سره مرکه کې ویلي وو: «په پښه کې مې یو تور خال و، وروسته وپړسېد، ۱۷ کاله مې په پښه کې و، هيڅ مزاحمت یې نه راته کاوه، فکر مې کاوه عادي یو شی دي، کله مې چې پام شو ومې لید چې د دغه خال سر پړسېدلی، ډاکټر ته ورغلم، عملیات مې په کیور روغتون کې وشو، ډاکټرانو ویل چې ته باید د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړه شې؛ ځکه چې د ناروغۍ درملنه دې دلته نه کېږي.»

هغې زیاته کړه چې خپلې ناروغۍ درملنې لپاره په دوو کلونو ۱۵ ځلې پاکستان ته تللې او ۴۰ ځلې ورته شعاع ورکړل شوې ده.

دې وویل: «اته میاشتې مخکې چې پاکستان ته ولاړم، معاینات مې وکړل، ویل یې چې اوس کوم خطر نشته، د پاکستان روغتون اتمه میاشت درمل راباندې ودرول، ویل یې چې درملنې دې نتیجه ورکړې او ټپ دې جوړ شوی دی، جلدي زخمونه چې ما ولیدل د نورو کسانو هيڅ جوړ نه شول، پر خپل وخت مې درملنه وکړه، لګښت مې وکړ، اوس ښه یم.»

نوموړې له حکومته وغوښتل چې سرطاني ناروغانو ته اسانتیاوې برابرې کړي څو اړ نه شي د خپلې درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

بلخوا، د کیور روغتون د پتالوژي برخې مسوول ډاکټر محمدعمر ملکزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د سرطان ناروغي د حجرو بې‌کنټروله انقسام او تکثر له امله رامنځته کېږي، عادي حالت کې هم حجرې وده کوي خو په سرطاني حالت کې بې کنټروله او غیر نورمال تکثر کوي او تومور رامنځته کوي چې په پایله کې وینې ته داخلېږي او د وجود حیاتي برخو ته انتقالېږي او د انسان د مرګ لامل کېږي.»

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې پر سرطان د اخته کېدو عوامل بېلابېل دي خو زیاته یې کړه چې ارثیت، د کیمیاوي موادو له وړانګو سره مخ کېدل او د ځینو بې‌کیفیته او غیرمعیاري خوراکي توکو خوړل پر سرطان د اخته کېدو لوی لاملونه دي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت کې د سرطان د کنټرول او تخنیکي برخې مسوول ډاکټر صادق هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نړۍ د روغتیا سازمان سروې له مخې – چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ترسره شوې – هر کال ۲۳ زره افغانان پر دې ناروغۍ اخته کېږي او ۱۶ زره یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل، په ټول هېواد کې د سرطاني ناروغانو درملنې درې اختصاصي مرکزونه (کابل،هرات او بلخ) شته خو کافي نه دي.

د هغه په خبره، د کابل جمهوریت روغتون ۶۰، د هرات روغتون ۱۵ او د بلخ روغتون ۱۵ بسترونه لري.

هغه وویل، د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس په همکارۍ د سرطان ناروغۍ د تشخیص، کنټرول او درملنې لپاره یو ملي مرکز جوړ کړي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.