کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سلواغې ۲۶مه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او شړلو په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بل سبا د پنجشنبې په ورځ عمومي رخصتي ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «پنجشنبه د ۱۴۰۲ لمريز کال د سلواغې ۲۶مه چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ستري محکمې د رسمي اعلان مطابق د شعبان المعظم ۴مې نېټې سره سمون لري او له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او شړلو د ورځې له ۳۵مې کلیزې سره برابره ده، په همدې مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.»
د يادونې ده چې پخواني شوروي اتحاد د ١٣٥٨ کال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان يرغل وکړ او د ١٣٦٨ کال د سلواغې په ٢٦مه يې خپله ماتې ومنله او له افغانستانه بېرته ووت.
Views: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن