کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکي دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پیسې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال لپاره اړتیا ده.
سرچینې زیاته کړې، یاده اندازه پیسې د روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي د زياتولو، د ناروغيو د خپرېدو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون د پياوړتيا، د رواني ملاتړ د خدماتو د وړاندې کولو او خوارځواکۍ د مديريت لپاره اړينه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تېره ورځ ویلي وو چې د روان ژمي په اوږدو کې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یي ۳۰۰ زرو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP