Language

افغانستان کې د شوروي د ماتې ۳۵مه کلیزه؛ «هېوادونه دې د ا.ا ړنګولو خوبونه نه ویني»

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د اسلامي امارت چارواکي وايي، بهر کې مېشت افغانان دې هېواد ته راستانه شي او هېڅ افغان د اسلامي امارت تور لېست کې نشته، نړۍ دې افغانان پرېږدي چې په سوله کې ژوند وکړي او خپل هېواد په خپله اباد کړي.

دغه څرګندونې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو نن کابل کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۵ مې کلیزې په مناسبت د ملي ټلویزیون په تالار کې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

نن د سلواغې ۲۶ مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د وتلو او د هغوی د ماتې له ورځې سره برابر ده.

 پخواني شوروي اتحاد د ١٣٥٨ کال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان يرغل وکړ او د ١٣٦٨ کال د سلواغې په ٢٦مه يې خپله ماتې ومنله او له افغانستانه بېرته ووت.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یاده غونډه کې وویل، اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره حسنه اړیکې غواړي او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.

دی وايي، افغانستان د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه دی.

هغه په بهر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل څو هېواد ته راستانه شي اوپه وینا یې هېڅ افغان د اسلامي امارت تور لېست په نوملړ کې ځای نه لري.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې له ولس سره نېک چلند وکړي.

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب په دغه غونده کې نړۍ‌والو ته په خطاب کې وویل، افغانان دې پرېږدي چې په سوله کې ژوند وکړي او خپل هېواد په خپله اباد کړي.

دی وايي، افغانان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه کوي او نه هم چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په دغه غونډه کې وویل، نړۍوالو او ګاونډیو هېوادونو ته بد فکر نه لري.

دی وايي، هغه هېوادونه چې د اسلامي امارت د ړنګولو هلې ځلې کوي دا خوبونه دې نه ویني.

هغه زیاته کړه، نور هېچاته په افغانستان کې د فکري، مالي او پوځي جګړې اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت د پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې نن د افغانستان د معاصر تاریخ یوه ځلانده او نه هېرېدونکې ورځ ده.

د یادونې ده چې یاده ورځ د هېواد په نورو بېلابېلو ولایتونو کې هم د غونډو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.