[restrict paid="true"]
کندهار (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲) امنیتي مسوولین وایي چې په کندهار ښار کې یوه ترافیک پولیس د دندې پر مهال موټر وهلی او مړ شوی دی.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د پنجشنبې ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن (د سلواغې ۲۶مه) د کندهار ښار پنځمې حوزې اړوند ساحه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، د احسان الله په نوم دغه ترافیک په دنده بوخت وو چې تر باروړونکي موټر لاندې شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
هغه وویل، پېښه د بې احتیاطۍ له امله شوې او موټرچلوونکی هم نیول شوی دی.
کندهار ښار کې د ترافیکي بېنظمۍ له امله ډېری وخت ورته پېښې کېږي.
[/restrict]