کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال هېواد کې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېر کال په پرتله د پام وړ ډېروالی ښيي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال پر ۹۳ زره او ۶۳۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې په ټولیزه توګه ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي.
خبرپاڼه کې راغلي، تېر کال د افغانستان پر ۵۴ زره او ۸۶۹ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې ۷۲ زره او ۴۹۳ مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، هلمند، بلخ، تخار، ننګرهار او کندهار هغه ولایتونه دي چې د افغانستان په کچه ډېره پنبه په کې کرل کېږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې د پنبې تر ټولو ډېر تولید لري او سږ کال دغه ولایت کې پر ۴۹ زره او ۷۵ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې ۶۹ زره او ۶۸۷ مټریک ټنه حاصلات ترې راټول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن