ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروپايي ټولنې او منځني اسیا هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر سولې او امنیت خبرې وکړې

د اروپايي ټولنې او منځني اسیا هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر سولې او امنیت خبرې وکړې

author avatar
15 Feb 2024 - 01:40
د اروپايي ټولنې او منځني اسیا هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر سولې او امنیت خبرې وکړې
author avatar
15 Feb 2024 - 01:40

اټلانټا (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د اروپايي ټولنې او منځني اسیا هېوادونو ځانګړو استازو بشکیک د یوې ناستې پر مهال په افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د منځني اسیا هېوادونو لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي دفتر د سلواغې په ۲۵مه، پر اېکس شبکې لیکلي، په دې ناسته کې چې د قرغېزستان پلازمینه بشکیک کې جوړه شوې وه،  افغانستان لپاره د منځني اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې ځانګړو استازو، او په افغانستان کې د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې مېرمن روزا اتونبایوا برخه اخیستې وه.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې تر دوحې مخکې کنفرانس مخکې د افغانستان پر وروستیو حالاتو او په ځانګړې توګه پر سولې او امنیت خبرې وشوې.

تر اوسه د دې ناستې او‌ په هغه کې د ترسره شوي بحثونو په اړه رسنیو سره جزیات شریک شوي نه دي،‌ خو د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي نیکلاسن څو ورځې وړاندې کابل ته د خپل سفر په پای کې ویلي وو چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت خبرې کېږي.

هغه زیاته کړې وه، چې د غونډې ګډونوال به په افغانستان کې د نشه یي توکو پر تولید او قاچاق هم بحث کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د افغانستان په اړه د منځنۍ آسیا او اروپايي ټولنې تېرې غونډې د ۲۰۲۳ کال په مې کې په عشق آباد، د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې په بروکسل، د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې په تاشکند او د ۲۰۲۱ کال په مې کې د قزاقستان په الماتي ښار کې جوړې شوې وې.

دا غونډه په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې ده، درې ورځې وروسته په دوحه کې د افغانستان په تړاو مهمه غونډه د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې جوړه شي.

Views: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.